۱۳۹۰ مرداد ۱۱, سه‌شنبه

زما نوَى چاپ شوى کتاب

هغه زۀ يم

وړان    ځـــــي   خــــــوګ   وري    شـــــاته    هغه     زۀ يم
چې  زړۀ      پاتې    وي     تــــــرې     چــــــاته  هغـــه زۀ يم

    الـــــوتــــــی   نــــــــه   شـــــــي    هــــــوا     ته    هغه  زۀ يم

  لکـــه لمر ګـــــل چـــــې پــــــــه لــــــــمر پسې تاويږي
هـــا چـــــې نۀ ګــــــوري بــــــل خــــــواته هغه زۀ يم

اوس غمګين انځــــــور نــــــه څۀ پوښتې جاوېده
حــــال ويلــــی نــــــــه شـــــــــي تاته هغه زۀ يم 


 تۀ د ورېځ غـوندې په دنــــــګو غــــرونوګرځې
لکه ســــــوې لــــــلمــه پـــــــاتــــــه هغـــــــه زۀ يم
 لۀ هـــررنګ ګـــــلانـو ډکـــــه ونــــــه ســتاده
چې خزان يې کړي مـــــــــيراتــه هـــغـه زۀ يم

ته څـراغ په لاس کــــــوږ ځــــــــای ګورې په ماکې
چې دې نــۀ ګـــــوري خـــــطاته هغه زه يم

که يوازې شـــــوې او يـــــــاد دې شوم بېغورې
هنـداره کړه مــــــاته، مـــــــــاته هغــه زۀ يم  
لکـه   باز   چې    په      وزرونو      باندې      شل   شي